دری

پښتو

Eglish

Project Of

MAIL

European Union

دافغانستان دنیالګیوروزونکوملی مؤسسه

پیژندنه


دافغانستان دنیالګیو روزونکو ملی مؤسسه په ۲۰۰۸ کال کی دباغدارۍ څوکلنی پرمختیایی پروژی (پی اچ ډی پی) لخوا چی داروپایی ټولنی پواسطه تمویلیږی تاسیس شوه. نوموړی مؤسسه (انګو) داقتصاد وزارت سره دیوی غیری دولتی موسسی پتوګه ثبت شوی چی دنیالګیو روزونکو (قوریه دارانو) لپاره د یومخکښ ملی بنسټ حیثیت لری. دهیواد هغه برخی چی دمیوه دارو بوټو دتولید اصلی او عمده ځایونه ګنل کیږی نیالګی روزونکی (قوریه داران) یی دنیالګیو روزونکو په محلی ټولنوکی غړیتوب لری چی بیاهمدغه ټولنی دافغانستان دنیالګیو روزونکود ملی مؤسسی (انګو) غړیتوب لری. تردی دمه یعنی د۲۰۱۸ ترپای پوری دافغانستان په ۲۶ ولایتونو کی ۲۹ دنیالګیو روزونکو ټولنی موجودی دی.


هغه عمده خدمات چی دافغانستان دنیالګیو روزونکوملی مؤسسی (انګو) لخوا نوموړو ټولنو ته وړاندی کیږی په لاندی ډول دی.


  • دافغانستان ټولو نیالګیو روزونکو (قوریه دارانو) ته د تخنیکی اسانتیاوی برابرول (تخنیکی مرستی).
  • دهغومیوه دارو قوریو ثبتول، تفتیش کول او تصدیق کول کومی چی دانګو په معیارونو برابری وی او هغو ته دلیبلو چاپول.
  • دمورنیو بوټو قوریه لرونکوته البته چی دټولنی غړیتوب ولری دخپل اصل اونسل سره سم دمورنیو بوټو توزیع کول.
  • دنیالګیو روزونکو ټولنو غړو ته، دویروس څخه پاک مختلف انواع نیله بوټی برابرول.
  • هغه ساحوی مامورین چی په ساحه کی دنیالګیو روزونکوټولنو سره کار کوی، دترویج کارکونکی چی دانجوګانو سره کار کوی او هغه داخلی ډلی چی دقوریه دارۍ دپراختیا په برخه کی کارکوی هغوی ته دتخنیکی کورسونو دایرول.
  • باغدارانو اوهغه قوریه دارانو ته چی دنیالګیوروزونکوټولنو سره غړیتوب لری دویروس د تشخیص ،د فنګسی او بکتریایی ناروغیو دازمویلو (امتحانولو) خدمات برابرول.
  • دقوری دمهارتونو په برخه کی اصلاحات.
  • دتصدیقی نیالګیودتولید په موخه قوریه دارانو ته دهغه ټولوانواعو تصدیقی اودخپل اصل اونسل سره سم پیوند (پنډک) تهیه کول چی په افغانستان کی موجود دی.
  • دهیوادټولوولایتونو او دهیواد څخه بهرته دتصدیقی نیالګیو دصادرولوپه برخه کی دنیالګیو روزونکو (دنیالګیو روزونکوټولنو غړو ) ته داسانتیاوبرابرول.
  • باغدارانو ته دستروسو دټولو انواعو تصدیقی نیالګیو او دتخم د مورنیو ونو برابرول.
  • دپیرودونکو دغوښتنی سره سم دمختلفوپارکونو اومنظرو تاسیس او ډیزاینول.
  • دتجارت او بازاریابۍ دپرمختګ لپاره دخدماتو وړاندی کول.

.